ایران د ریښتر په کچه د پنځه عشاریه یو په لویوالي زلزلې ولړزو.
زلزله د ایران په سویل کې د فارس ولایت د خنج په سیمه کې رامنځته شوې ده .
ایران د ریښتر په کچه د پنځه عشاریه یو په لویوالي زلزلې ولړزو.
زلزله د ایران په سویل کې د فارس ولایت د خنج په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په زلزله کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د خنج ولایت سیمه ایزو چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې زلزله د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوه. د زلزلې له امله د یو کور د باغوانونو د کوټې د چپه کیدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . ویل کیږي د پیښې قربانیان افغان کډوال دي.
همداشان د زلزلې له امله د څو تنو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی . د زلزلې له امله په سیمه کې یو زیات شمیر خام کورونه چپه شوي او د برښنا مزي پرې شوي دي.
د بله پلوه د ایران د فارس ولایت د بیړنیو حالاتو د ادارې مشر حسن فیاض د ایرنا خبري اژانس ته ویلي دي چې په یاد شوي ولایت کې د زلزلې له امله بیړنی حالت اعلان شوی او د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي. په سیمه کې د زیانونو د تثبیت چارې هم پیل شوي دي.
زلزله د سهار په شپږو بجو او ۳ دقیقو رامنځته شوې ده .