په ایران کې د ایدز ناروغي کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده

په ایران کې د ایدز د ناروغان ډیری ښځینه ناروغان دي

637928
په ایران کې د ایدز ناروغي کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده

په ایران کې  د ایدز د ناروغۍ  ۳۳ زره  واقعې  تثبت شوي  دي.

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر علي اکبر سیاري  په ایران کې د ایدز د ناروغۍ  شمیره  اعلان کړه.

هغه وویل چې په ایران کې  ټولټال  ۳۳ زره تنه  د ایدز په ناروغۍ  روږدي  شوي دي چې ددوې له جمع نه  ۸ زرو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی او ۱۸ زره تنه نور د درملنې لاندې قرار لري. .

هغه  زیاته کړه چې په ایران کې پدې تیرو ۱۵ کلونو کې د ایدز ناروغانو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .

هغه وویل چې  یواځې د روان کال  په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۴۳ سلنه ناروغان  د جنسي اړیکو له لارې  په ایدز روږدي  شوي دي.

هغه  ددې مسلې نه د هیواد لپاره  د یو ستر ګواښ په توګه یادونه وکړه.

د ایران د روغتیا د وزیر مرستیال زیاته کړه چې د ایدز د ناروغان  تر ټولو زیاته شمیره  د هرمزګان  په ولایت کې  تثبیت شوې ده . پدې ښار کې  د ایدز د ناروغانو ډیری  ښځینه  ناروغان  دي.

د یادولو وړ ده چې په نړۍ کې ۷۸ میلیونه تنه  د ایدز په ناروغۍ  روږدي  شوي دي چې ۳۵ میلیونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .



اړوند خبرونه