په سوریه کې یو تن بل ایراني جنرال هم ووژل شو.
د ایران یو تن جنرال د سوریې د حلب په ښار کې په نښته کې ووژل شو
په سوریه کې یو تن بل ایراني جنرال هم ووژل شو.
د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو یو تن جنرال چې په سوریه کې د بشار اسد ځواکونو سره د سلاکار په توګه کار کولو په نښته کې ووژل شو.
د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د انقلاب ساتوونکو ځواکونو متقاعد جنرال ذاکر حیدري د سوریې د حلب په ښار کې په نښته کې وژل شوی دی.
په خبر کې راغلي دي چې جنرال حیدري د ایران د ختیځ اذربایجان ایالت د اشورا د ځواکونو پخوانی قومندان وو. د تقاعد د تر لاسه کولو وروسته د سلاکار په توګه سوریې ته لاړ.
هغه د یوې اوږدې مودې لپاره د سوریې په اردو کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله چې وړمه ورځ په حلب کې په نښته کې ژوند د لاسه ورکړ.
د یادولو وړ ده چې ایران په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې د جنرالانو په ګډون ډیر زیات سرتیري د لاسه ورکړي دي.
ایران اسد تر ټولو قوي ملاتړ کوونکی هیواد دی چې د اسد د ملاتړ په خاطر يي په زرګونو تنه ځواکونه سوریې ته استولي دي.