په پاکستان کې د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې اورلګیدنه رامنځته شوه
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ګډاني په سیمه کې د کښتیو په یوې فابریکه کې په یوې ټانکر کښتۍ کې د چاودنو نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۱۸ تنه مړه او لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ګډاني په سیمه کې د کښتیو په یوې فابریکه کې په یوې خرابې ټانکر کښتۍ کې لومړی چاودنه وشوه او وروسته اور لګیدنه رامنځته شوه.
په کښتۍ کې د ۸ چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. د بله پلوه ویل کیږي چې د ټانکر کښتۍ په ټانکي کې د تیلو د شتون له امله اور لګیدنه رامنځته شوې ده .
د پیښې نه سمدلاسه وروسته په لسګونو اور وړونکې او ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي.
د کراچۍ د پولیسو یو تن مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کښتۍ په ټانکۍ کې د تیلو او چاودنو له امله د اور وژنې چارې د خنډ سره مخامخ دي.
هغه ویلي دي چې د اور د قابو کولو هڅې دوام لري. هغه ویلي دي چې د پیښې پر مهال په لسګونو تنه کارګرانو پدې کښتۍ کې کار کولو. هغه ویلي دي که چیرې دا اور قابو نشي نور نورو کښتیو ته به هم د اور لمبې وغځیږي.
همداشان د پاکستان خبري رسنیو د عینې شاهدانو له قوله ویلي دي چې د پیښې پر مهال څه باندې سل تنه کارګرو هلته شتون درلود. د چاودنو له امله یو زیات شمیر کارګرانو د ځانونو د خوندي کولو په خاطر سمندر ته ځانونه ګوزار کړي دي.
د پاکستان د ډان نیوز ویلي دي چې پیښه په کښتۍ کې د ولډنګ پر مهال رامنځته شوې ده .