د پاکستان جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې جنګي الوتکې سقوط وکړ
591690
د پاکستان جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د پاکستان معراج ډوله جنګي الوتکې د کراچۍ په ښار کې سقوط کړی دی.
د کراچۍ ښار د پولیسو یو تن چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د هوايي ځواکونو اړوند معراج ډوله جنګي الوتکه د کراچۍ د پرویز مشرف ښارګوټي ترڅنګ غورځیدلې ده .
چارواکي په وینا الوتکې د مسرور هوايي هډې نه د الوتنې نه وروسته د نامعلوم لامل له امله د کراچۍ د پرویز مشرف ښارګوټي ترڅنګ وغورځیده.
هغه ویلي دي چې د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي. د ویلو ده چې د الوتکې پیلوټ په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
هغه پدې پيښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د تیرې میاشتې په ۲۶ مه نیټه د پاکستان د هوايي ځواکونو یوې بې پيلوټه الوتکې هم سقوط کړی وو .