خامنه ايي احمدي نژاد له نوماندۍ منعه كړى دى.

د ايران ديني مشر ايت الله علي خامنه ايي ددې هېواد پخوانى ولسمشر محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ ټاكنو ته د بيا نوماندۍ نه منعه كړى دى.

577313
خامنه ايي احمدي نژاد له نوماندۍ منعه كړى دى.

 

 

د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا د خبر له مخې خامنه ايي په پلازمېنه تهران كې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د احمدي نژاد د نوم د اخيستلو پرته وويل چې د پخواني ولسمشر سره يې د ليدنې په ترڅ كې نوموړي ته توصيه كړې ده چې د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې نوماند نشي. خامنه ايي زياته كړه چې `` هغه شخص ته مې د هېواد د ګټو په نظر كې نيولو سره په ټاكنو كې د نوماندۍ له پرېكړې د صرفنظر توصيه وكړه.

د خامنه ايي په وينا د احمدي نژاد نوماندي په هېواد كې يو لړ مخالفتونه راپورته كړي.

ايراني رسنيو پخوا څرګنده كړې وه چې د روان ميلادي كال د مې په مياشت كې په ايران كې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د احمدي نژاد نوماندۍ ته د خامنه ايي لخوا اجازه نه ده وركړل شوې.

په ايران كې د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره د نوماندو تنظيم او پلټنه د اساي قانون د ساتنې د شورا پورې اړه لري.



اړوند خبرونه