د تحریک طالبان پاکستان ۳ تنه جګپوړي چارواکي په افغانستان ووژل شول.
په افغانستان کې پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند ووژل شو
576816
د تحریک طالبان پاکستان ۳ تنه جګپوړي چارواکي په افغانستان ووژل شول.
د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د افغان او ناټو ځواکونو په هوايي برید کې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني ویاند اعظم طارق په ګډون ۳ تنه جګپوړي چارواکي ووژل شول.
پاکستاني خبري رسنیو ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند اعظم طارق مشهور په ریس خان د خپل زوی او دوو تنو نورو چارواکیو سره یو ځای په هوايي برید کې ووژل شو.
د بله پلوه د تحریک طالبان پاکستان څانګې د خان سید سجنا ډلې د اعظم طارق او د هغه د زوی د وژنې پخلی کړی دی .
دې ډلې ویلي دي چې اعظم طارق او زوی سربیره د ځینو چارواکیو په ګډون ۱۰ تنه طالبان وژل شوي دي.