د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې په محکمې غبرګ بریدونه وشول
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې دویم خونړی برید وشو
د پاکستان خیبرپښتونخوا د مردان په سیمه کې غبرګې چاودنې وشوې.
د مردان ښار تر ټولو په مهمه سیمه کې په محکمې غبرګې چاودنې وشوې.
د مردان ښار د ژغورنې د ډلو یو تن چارواکي حارت حبیب خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې ۶ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې پیښه د مردان تر ټولو په مهمه سیمه کې رامنځته شوې ده . په سیمه کې ډیری دولتي ادارې، د پولیسو د مشر کور، د پولیسو تاڼه او ښوونځي هم شتون لري.
حارت حبیب ویلي دي چې د پيښي ټپیان د مردان دوو لویو روغتونونو ته انتقال شوي او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
هغه ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۶ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
هغه ویلي دي چې برید کوونکي لومړی د محکمې په دروازې د لاسي بم برید وکړ او وروسته يي د محکمې په دروازه کې ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول.
د ویلو ده چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې په پیښور کې هم د مسیحیانو په کالونۍ ډله ایز برید شوی وو.