طالبانو په افغانستان کې د غورځیدلې پاکستاني چورلکې یرغمل نیولې سپرلۍ خوشې کړل.
طالبانو د پاکستاني چورلکې یرغمل نیولې سپرلۍ خوشې کړل
طالبانو په افغانستان کې د غورځیدلې پاکستاني چورلکې یرغمل نیولې سپرلۍ خوشې کړل.
د پاکستان د خبري رسنیو او د نوموړي هیواد د امنیتي سرچینو د خبر له مخې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې د غورځیدلې پاکستاني چورلکې سپرلۍ چې د طالبانو لخوا یرغمل نیول شوي وو خوشې شوي دي.
ویل کیږي نوموړي د پاکستاني هیت د منګړتوب او مذاکراتو په پایله کې خوشې شوي دي.
د پاکستان یو هیت د طالبانو سره د خبرو په خاطر تیره ورځ د افغانستان د لوګر ولایت ته سفر کړی وو.
د بله پلوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویاند بیا لوګر ولایت ته د پاکستاني هیت د سفر نه بې خبري ښودلې او ویلي دي چې پاکستان پدې اړه دوه ته خبر ندی ورکړی.
طالبانو هم د پاکستاني هیت سره د خبرو اترو په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د اګست په ۴مه نیټه د پاکستان د پنجاب ایالت د حکومت اړوند چورلکه چې روسیې ته روانه وه په لاره کې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه چې وروسته يي اور واخیست. په چورلکه کې ۶ تنو پاکستاني عسکري انجینیرانو او یو تن روسي پیلوټ شتون درلود. چورلکې د لوګر ولایت د ازرې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې سقوط وکړ.
طالبانو د چورلکې ټوله سپرلۍ یرغمل ونیول.