په ايران كې د ۲۱ سنيانو ډله ايز اعدام

ايراني چارواكو په يوې ورځ ۲۱ تنه سني محكومين په پټه خوله په دار وځړول.

545182
په ايران كې د ۲۱ سنيانو ډله ايز اعدام

 

 

د ايران د جوهر دشت په سيمه كې د رجايي شهر په زندان كې ۲۱ تنه سنيان چې د بېلابېلو جرمونو له امله د اعدام په سزا محكوم شوي ول د شديدو امنيتي تدابيرو لاندې په دار وځړول شول. د اعدام شوو كسانو ترمېنځ نامتو سني مبلغ شهرام احمدي هم شامل دى. ويل كيږي چې ۱۷ تنه نور سني محكومين هم د اعدام لپاره په زندان كې شپې سبا كوي.

د العربيه انټرنيټي پاڼې د خبر په اساس د ايران د انقلاب د ملي شورا د بهرنيو اړيكو د يو تن غړي موسى افشار د وينا په اساس د اعدام شوو محكومينو كورنيو ته پرون ويل شوي ول چې د ماسپښين په درې بجو به د هغوى سره وروستۍ ليدنه وكړي خو كله چې يې كورنۍ ته زندان ته راغلې، محكومين اعدام شوي ول.

اوسمهال د رجايي شهر زندان ته څېرمه د قربانيانو كورنۍ د عدلي طب راپور ته انتظار وباسي. 

د ايران د انقلاب د ملي شورا د معلوماتو په اساس دا كسان د ۲۰۰۹- ۲۰۱۱ مو كلونو ترمېنځ نيول شوي او بيا وروسته د اعدام په سزا باندې محكوم شوي ول.

تر اوسه پورې د ۱۸ تنو محكومينو هويت څرګنده شوى دى.

ايران د اعدامونو له امله د نړيوالې ټولنې د سخت غبرګون سره مخامخ شوى دى.

دا لومړى ځل دى چې په هېواد كې د سنيانو اعدام په يو ځل ترسره كيږي.


پيوندونه: #ايران , #اعدام , #سنيان

اړوند خبرونه