په ایران کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه

په ایران کې  په ټرافیکي پیښه کې څه باندې  ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

515972
په ایران کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه

په ایران کې  په ټرافیکي پیښه کې څه باندې  ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ایران د رسمي خبري اژانس  ایرنا د خبر له مخې  د نوموړي هیواد د کرمان  ولایت نه د فارس پر لورې روان  مساپروړونکي  میني بس  موټر  د چپه کیدو  او لاندې درې ته د غورځیدو له امله لږ تر لږه  ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښې ټپیان روغتون ته  انتقال شوي دي. د سیمې چارواکیو  د ټپیانو نه  د بعضو د روغتیايي حالت په اړه اندیښنه ښودلې ده .

پیښه  د چلوونکي لخوا د کنټرول  د لاسه ورکولو له امله رامنځته شوې ده .

 



اړوند خبرونه