په سرتور سر انځورونو د خپریدو له امله يي په ولسي جرګه کې غړیتوب وځنډول شو
په ټولنیزې مډیا کې د سرتور سر انځورونو د خپریدو له امله يي په ولسي جرګه کې غړیتوب لغوه شوه.
490520
په ایران کې د اصفهان د سیمې د خلکو استازې مینو خالقي چې په پارلماني ټاکنو کې ولسي جرګې ته لار موندلې وه په ټولنیزه مډیا کې د سرتور سر انځورونو د خپریدو له امله په ولسي جرګې کې غړیتوب وځنډید.
د اصفهان د خلکو استازې مینو خالقي په سپیناوي کې ویلي دي چې خپاره شوي انځورونه د هغې پورې اړه نلري . دا انځورونه هغې ندي خپاره کړي.
د بله پلوه د ایران د کورنیو چارو وزارت د مینو خالقي د سرتور سر انځورونو د خپرولو په تور د حمید طالبي په نامه یو تن نیولی دی .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په ولسي جرګه کې د مینو خالقي د غړیتوب د ځنډیدو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دا اقدام په ښکاره توګه د هیواد د قوانینو سره په ټکر کې دی.