د پاکستان سره په پوله کې په ایراني پولیسو خونړی برید وشو
د ایران د سیستان بلوچستان په سیمه کې په پولیسو خونړی برید وشو
479307
د ایران په سویل ختیځ کې د پاکستان سره په پوله کې د سیستان بلوچستان ایالت د خاش په ولسوالۍ کې په یوې سرحدي پوستې د برید له امله لږ تر لږه ۳ تنه ایراني پولیس ووژل شول.
د سیمې د امنیې قومندان حسین رحیمي ویلي دي چې پدې پوستې د یوې وسله والې ډلې لخوا خونړی برید شوی دی.
د ایران د سیستان بلوچستان د ایالت د امنیې قومندان حسین رحیمي د نوموړي هیواد رسمي خبري اژانس فارس سره په مرکه کې ویلي دي چې برید د یوې ډلې وسله والو لخوا شوی دی .
هغه ویلي دي چې په برید کې ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی او یو تن پولیس هم ټپي شوی دی.
هغه ویلي دي چې د برید نه وروسته سمدلاسه امنیتي ځواکونو رسیدلي او د برید کوونکو د نیولو په خاطر يي پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي.
د پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي.