په پنجاب کې ټرافیکي پیښې نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د پنجاب ایالت د بهکر په ولسوالۍ کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه
465619
د پاکستان په پنجاب ایالت کې ترافیکي پیښې نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پاکستان د پنجاب ایالت د بهکر په ولسوالۍ کې د یو لارۍ او بس د جنګیدو په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه او ۳۳ تنه نور ټپیان شول.
پیښه د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د بهکر په ولسوالۍ کې یوه لارۍ د ډیر زیات سرعت له له امله د بس سره وجنګیدله.
پدې ترافیکي پیښه کې ۸ تنو د پیښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړ او ۴۰ تنه ټپیان شول چې د ټپیانو نه ۶ تنو په روغتون کې ساه ورکړه.
د پیښې ټپیان په سیمه کې نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو نه د څو تنو روغیتايي حالت باریکه دی. پولیسو د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.