په ایران کې امبولانس چورلکې سقوط وکړ
د ایران د شیراز په ولایت کې امبولانس چورلکې سقوط وکړ
458676
په ایران کې د امبولانس چورلکې د غورځیدو له امله ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ایران د رسمي خبري اژانس ارنا د خبر له مخې دا پیښه د شیراز په ولایت کې رامنځته شوې ده .
په خبر کې راغلي دي چې امبولانس چورلکې چې د خنج ولسوالۍ نه یو ناروغ شیراز ته انتقالولو د الوتنې نه لنډه موده وروسته د شیراز ښار سویل لوري ته په ۳۰ کیلومترۍ کې سقوط وکړ.
په پیښه کې د ناروغ په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پیښه د ایران په ځايي وخت د شپې په ۲ بجو او ۳۰ دقیقو رامنځته شوې ده . چورلکه د دهنو کورا په سیمه کې غورځیدلې ده .
د ایران د بیړیو حالاتو د ادارې په وینا پدې پیښه کې ناروغ او د هغه پایواز، ۵ تنو د چورلکې پيلوټ او تخنیکرانو او دوو تنو روغتیايی پرسونل په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه روکړی دی .