په سوریه کې د ایران د پوځ جګپوړی قومندان ووژل شو
ایران یو بل جګپوړی قومندان د سوریې په جګړه کې د لاسه ورکړ
448565
په سوریه کې ایران ته یو ځل بیا ضربه ورکړل شوه.
د ایران یو تن بل جګپوړی جنرال ووژل شو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو نامتو قومندانانو نه جنرال حسن علي شمس آبادي په سوریه کې په جګړه کې ووژل شو.
د ایران د نیمه رسمي خبري اژانس فارس د خبر له مخې جنرال شمس آبادي په سوریه کې په جګړه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
په خبر کې دا ندي ویل شوي چې شمس آبادي چیرته او څه وخت وژل شوی دی.
د ویلو ده چې په سوریه کې د تیرو پنځو کلونو راهیسې په روانه جګړه کې چې په سلګونو زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی او په میلیونونو تنه ګاونډیو هیوادونو ته ګډه شوي دي ایراني ځواکونه د بشار اسد د رژیم په ملاتړ د اسد ځواکونو سره اوږه په اوږه د مخالفینو پر خلاف جنګیږي.
ایران د سوریې په جګړه کې د ګڼ شمیر جنرالانو په ګډون په لسګونو تنه سرتیري د لاسه ورکړي دي.