په بهر كې د چين لومړنۍ نظامي هډه

د چين د خلكو جمهوريت له هېواده بهر خپله لومړنۍ نظامي هډه د افريقا د لويې وچې په ختيځ كې د جيبوټي په هېواد كې چې ستراتيژيك موقعيت لري، جوړوي.

364332
په بهر كې د چين لومړنۍ نظامي هډه


د چين د خلكو جمهوريت له هېواده بهر خپله لومړنۍ نظامي هډه د افريقا د لويې وچې په ختيځ كې د جيبوټي په هېواد كې چې ستراتيژيك موقعيت لري، جوړوي.
ټاكل شوې ده چې دا هډه به په ۲۰۱۷م كال كې په فعاليت پيل وكړي او شاوخوا ۱۰ زره چينايي ځواكونه به پكې مېشت شي. د چين د دفاع د وزارت وياند وو چيين وويل چې په دې اړه د جيبوټي د هېواد د مقاماتو سره خبرې اترې شوي دي.
دا نظامي هډه په د مديترانې د بحېرې او د هند د بحر د تقاطع په نقطه جوړه شي چې په دې ډول به د سيمې ټولې بحري لارې كنترول شي.
په دې ډول به د چين اوردو په افريقا كې او په ځانګړي توګه د سوماليا، ايتوپيا او ايريتره په هېوادونو كې د نفوذ لارې چارې هم خپلې كړي. همداراز به د يمن په كورني سياست كې د چين لاس پياوړى كړي.
چينايي چارواكي ظاهراٌ وايي چې دا نظامي هډه به د بحري غلو پر وړاندې د بحري ترانسپورټ د امنيت د نيولو په برخه كې فعاليت وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه