په ايران كې د ۱۸ افغانانو مړينه
د ايران د قم په ښار كې په يوې ترافيكي پېښه كې د ۱۸ تنو افغان كډوالو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول.
393785
د ايران د قم په ښار كې په يوې ترافيكي پېښه كې د ۱۸ تنو افغان كډوالو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول.
د ايران د رسمي خبري آژانس ايرنا د معلوماتو په اساس د قم په ښار كې يو بس، لارۍ او كوچني موټر سره ټكر وكړ چې په پايله كې د افغان كډوالو د سپرلۍ په بس كې ناست ټول كسان ووژل شول.
ويل كيږي چې په بس كې سپاره افغان كډوال په ناقانونه ډول ايران ته اوښتي ول او غوښتل يې چې له دې لارې تركيې او بيا اروپا ته لاړ شي. په وژل شوو كسانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پېښې په اړه څېړنې روانې دي