په پاكستان كې ځانمرګى بريد

د پاكستان د پنجاب د ايالت د تونسه په ښار كې د يو ځانمرګي بريد په پايله كې ۷ تنه ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.

392514
په پاكستان كې ځانمرګى بريد


د پاكستان د پنجاب د ايالت د تونسه په ښار كې د يو ځانمرګي بريد په پايله كې ۷ تنه ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.
دا بريد، پارلمان ته د يو كانديد د انتخاباتي دفتر ترڅنګ ترسره شوى دى. د پوليسو د سرچينو د معلوماتو له مخې د بريد پر مهال كانديد په خپل دفتر كې نه وو.
د پېښې نه وروسته پوليسو وويل چې دا بريد پاكستاني طالبانو لخوا ترسره شوى دى. تر اوسه پورې دې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه