ایران په سوریه کې د خپل جنرال د وژل کیدو مسولیت په امریکا واچو

ایران په سوریه کې د خپل جګپوړي جنرال د وژل کیدو په برخه کې امریکا مسول وباله .

352020
ایران په سوریه کې د خپل جنرال د وژل کیدو مسولیت په امریکا واچو

ایران ته د نوموړي هیواد د جګپوړي جنرال حسین همداني د مړي د انتقالیدو سره سم د ایران د ستر درستیز مرستیال مسعود جزابري د همداني د وژل کیدو مسولیت په امریکا واچوه او وویل چې د همداني د وژل کیدو غچ به د امریکا نه واخلي.
هغه د داعش ډله په سیمه او نړۍ کې د امریکا متحده ایالتونو د سیاستونو او برنامو ثمره وبلله او په واشنګټن يي تور ولګو چې د داعش په ټولو کړنو کې شریک دي او باید ددې کړنو ځواب ووايي.
د یادولو وړ ده چې د ایران د انقلاب ساتونکو یا سپاه پاسداران جګپوړی جنرال حسین همداني د سپټمبر په اتمه د پنجشنبې د ورځې د ماښام په ساعتونو کې د سوریې د حلپ په ښار کې د داعش د ډلې لخوا ووژل شو.
د جنرال حسین همداني مړی پرون د سپټمبر نهمه د جمعې د ورځې په ماښام ساعتونو کې ایران ته انتقال شو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه