په سعودي عربستان کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنه وشوه

په سعودي عربستان کې یو ځل بیا د شیعه ګانو د جامع جومات په مخکې چاودنه وشو.

296894
په سعودي عربستان کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنه وشوه

په سعودي عربستان کې یو ځل بیا د شیعه ګانو د جامع جومات په مخکې چاودنه وشو.
نن یو ځل بیا د سعودي عربستان د الدمام د ښار د کوی العنود په سیمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال د جومات په مخکې چاودنه وشوه.
په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله. د سعودي امنیتي ځواکونو یو موټر چې په چاودیدونکو توکو بار وو او په پام کې وه چې د شیعه ګانو د جومات سره يي وجنګوي او چاودنه وکړي تثبیت او د فاجعې مخه يي ونیوله.
پولیسو موټر د تثبیت نه وروسته په موټر کې چاودنه وشوه .په پیښه کې ۴ تنه مړه او یو شمیر نور ټپیان شوي دي .
عینې شاهدانو ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي غوښتل چې د جومات او لمونځ کوونکو په منځ کې چاودنه وکړي چې له نیکه مرغه د امنیتي پولیسو لخوا يي ومخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ هم په سعودي عربستان کې د شیعه ګانو په یو جومات کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۱۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ددې برید مسولیت هم د تیر برید په څیر د داعش ډلې په غاړه واخیست.
د داعش د ډلې لخوا د ټولنیزې مډیا لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې برید ددوی لخوا شوی دی . داعش د برید کوونکي نوم هم افشا کړی دی . داعش ویلي دي چې دا برید د ابو جندال الجزراوي لخوا شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه