په چارسده کې یو امام په بل جومات کې ځانمرګی برید وکړ

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د چارسدې په سیمه کې د یو جومات امام په بل جومات کې ځانمرګی برید وکړ

285607
په چارسده کې یو امام په بل جومات کې ځانمرګی برید وکړ

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د چار سدې په سیمه کې د یو جومات امام په یو بل جومات کې ځانمرګی برید ترسره کړ.
د چارسدې د شبقدر د تاڼې د پولیسو مشر ولایت شاه خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د سارو کلا په سیمه کې د ترهګرو د شتون په اړه پولیسو ته یو راپور راغې.
پولیسو د ترهګرو د نیولو په خاطر په عملیاتو پیل وکړ. د ترهګرو نه یو تن چې پخپله د یو جومات امام وو د پولیسو نه د تیښتې پر مهال یو جومات ته ننوت او د ځان پورې چاودیدونکي توکي وچول.
نوموړي وویل چې چاودنه د ماسخوتن د لمانځه پر مهال رامنځته شوه . په چاودنه کې پخپله برید کوونکی مړ او ۴ تنه لمونځ کوونکي ټپیان شول.
د پولیسو مشر وویل چې ځانمرګی برید کوونکی چې قاري نعیم نومیده پخپله هم د یو بل جومات امام وو.
پولیسو ویلي دي چې نعیم الله عرف مشتاق چې په قاري نعیم مشهور وو د پولیسو سره یي یو زیات شمیر کسیونه درلودل.
د پیښې د ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ندی. پولیسو د پیښې په اړه په څیړونو پیل کړی دی .
د بله پلوه تیره شپه د پیښور د حیات آباد په سیمه کې ترهګرو د یو کور د دروازې په مخکې یوه ډیره زوروه چاودنه وکړه چې چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه