په ایران کې په ۳ ورځو کې د یو تن افغان په ګډون ۴۳ تنه اعدام شول

ایران د ۳ ورځو په دننه کې ۴۳ تنه چې په بیلابیلو جرمونو تورن ول په دار وځوړول

240416
په ایران کې په ۳ ورځو کې د یو تن افغان په ګډون ۴۳ تنه اعدام شول

په ایران کې د بشري حقوقو سازمان ویلي دي چې په نوموړي هیواد کې په تیرو ۳ ورځو کې ۴۳ تنه په دار ځوړول شوي دي . ویل کیږي په اعدام شوو کسانو کې یو تن روحي ناروغ وو.
د فرانسې د خبري اژانس په ایران کې د بشري حقونو د سازمان له قوله لیکلي دي چې نوموړي کسان د رجايي شهر او قزل حصار په زندانونو کې په دار ځوړول شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د اعدام شوو کسانو نه یو تن تیره دوه ورځې وړاندې په شیراز ښار کې په عام محضر کې په دار ځوړول شوی دی .
ویل کیږي نوموړي کسان په وژنو ، وسله والو چاپو، غلاوو، د وسلو په قاچاق ، جعل کارۍ او خلکو د ګواښلو په تورونو تورن ول.
د بله پلوه په اعدام شوو کسانو کې یو تن چې جواد صابري نومیده او عمر يي د ۱۸ کلونو نه هم ښکته وو د قتل په تور په دار ځوړول شوی دی.
په اعدام شوو کسانو کې یو تن افغان هم شتون لري.
په ایران کې د بشري حقونو سازمان نوموړي ټولیز اعدامونه په کلکه توګه غندلي دي او د نړۍوالې تولنې، د بشري حقونو د سازمانونو او ملګروملتونو نه د ایران پر وړاندې د سخت غبرګون ښودولو ته رابللي دي.
په نوموړي هیواد کې د بشري حقونو د سازمان ویاند محمد امیري مقدم خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نړۍوالې ټولنې او ملګروملتونو لخوا د ایران ددې عمل د نه غندنې په صورت کې به ایران لا زیات پدې ډول اعدامونو لاس پورې کړي.
نوموړي په نړۍوالې ټولنې غږ دی چې پدې ډول دسته جمعي اعدامونو سترګۍ مه پټوۍ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه