په خیبرایجنسۍ کې د لشکر اسلام په جنګیالیو یو ځل بیا بریدونه وشول

281959
په خیبرایجنسۍ کې د لشکر اسلام په جنګیالیو یو ځل بیا بریدونه وشول

پاکستان د افغانستان سره په پوله کې په خیبر ایجنسۍ کې د طالبانو په پټن ځایونو د هوايي بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی .
د پاکستان د اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د افغانستان سره په پوله کې د خیبرایجنسۍ په سیمه کې د لشکر اسلام د ډلې په مرکزونو او پټن ځایونو بریدونه کړي دي .
په بریدونو کې د ۳۰ تنو پاکستاني طالبانو د وژل کیدو نه خبر ورکړی شوی دی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې د طالب جنیګالیو دوه د وسلو ډیپوګان په نښه او له منځه وړل شوي دي . ویل کیږي پدې بریدونو کې د لشکر اسلام د ډلې ویاند صلاح الدین ایوبي هم وژل شوی دی .
په خبر پاڼه کې د اورکزیو په ایجنسۍ کې هم د ۸ تنو طالب جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی شوی دی .
په خبرپاڼې راغلي دي چې د اورکزیو په سیمه کې د سړک د غاړې د بم د چاودنې په پایله کې یو تن پاکستاني سرتیري هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د یادولو وو ده چې تیره ورځ هم د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان سره په پوله کې د افغانستان د ننګرهار ولایت د نازیانو په سیمه کې د لشکر اسلام او حقاني د شبکې د اورپکو په پټنځایونو بریدونه کړي وو او ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه