په لاهور كې پر دوو كليساګانو د بريدونو مسوول
دا بريد د يكشنبې په ورځ د عيسويانو د عبادت پر مهال ترسره شو. د بريد پړه طالبانو پر غاړه واخيستله.
264561
په لاهور كې په دوه كليسانو ګانو خونړي بريدونه
څو شېبې وړاندې د پاكستان د لاهور په ښار كې په دوو كليساګانو كې د دو درندو چاودونو په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۸۰ تنو زيات كسان ټپيان شوي دي.
د پاكستاني چارواكو په وينا دواړه چاودنې د ځانمرګو بريد كوونكو لخوا ترسره شوي دي. د بريدونو نه وروسته د ځانمرګو جسدونه د خلكو لخوا وسوځول شول.
دا بريد د يكشنبې په ورځ د عيسويانو د عبادت پر مهال ترسره شو. د بريد پړه طالبانو پر غاړه واخيستله.
طالبانو په ۲۰۱۳ كال كې هم په پېښور كې د عيسويانو پر يوې كليسان باندې بريد وكړ چې پكې ۸۲ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.