په پاکستان کې د ګوزن د واکسین پر وړاندې موجود خنډونه

پاکستان د یو لورې د ماشومانو د ګوزن او بله لورې د ګوزن واکسین پر وړاندې د طالبانو د خنډونو پر خلاف مبارزه کوي.

222437
په پاکستان کې د ګوزن د واکسین پر وړاندې موجود خنډونه

پاکستان د یو لورې د ماشومانو د ګوزن او بله لورې د ګوزن واکسین پر وړاندې د طالبانو د خنډونو پر خلاف مبارزه کوي.
د ویلو ده چې پاکستان په نړۍ کې د هغو دریو هیوادونو نه یو دی چې اوس هم پکې د ماشومانو ګوزن پیښې رامنځته کیږي.
پاکستان د یو پلو نه د ماشومانو د ګوزن د ناروغۍ پر خلاف او د بله پلوه د طالبانو لخوا د ګوزن د واکسین کمپاینونو ته د مخامخ کړو خنډونو د لرې کولو هڅه کوي.
طالبانو د پاکستان په یو زیات شمیر برخو کې چې ددوی تر کنټرول لاندې دي او یا هم دوی پکې قوي دي په واکسین بندیز لګولی دی . د همدې امله په پاکستان کې د ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو زیاتې د ګوزن پیښې رامنځته شوي دي .
د پاکستان په یو زیات شمیر سیمو کې خلک د طالبانو د ډار له امله روغتیايي مراکزونو ته د تلو نه ډډه کوي چې د همدې امله یو زیات شمیر کسان د ګوزن د واکسین د ترسره کولو په خاطر کلي په کلي او کور په کور کرځي.
واکسینران د وسله والو کسانو او پولیسو په ملګرتیا په کلو کې ماشومانو ته واکسین کوي چې ډیری وختونه د طالبانو د بریدونو لاندې راځي.
د ویلو ده چې تیرې سې شنبې په ورځ هم ۴ تنه واکسینران د بلوچستان ایالت په مرکز کې ووژل .
په پاکستان کې د موټر په عمومي تم ځایونو، هډو او هوايي ډګرونو کې ماشومانو ته واکسین کیږي.
د بله پلوه یو زیات شمیر واکسینران د تنخواګانو د نه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه