په عراق کې ۲۹ تنه ایراني سرتیري وژل شوي

174418
په عراق کې ۲۹ تنه ایراني سرتیري وژل شوي

په عراق کې ۲۹ تنه ایراني سرتیري ووژل شول.
د عراق د ولسي جرګې د دفاعي او کورنیو چارو د کمیسیون غړي شخوان عبدالله ویلي دي چې په عراق کې د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د وژل شوو ایراني سرتیرو شمیره د ۲۹ تنو نه په مراتبو لوړه ده.
د یادولو وړ ده چې د ایران د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي وو چې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې د داعش پر خلاف په جګړه کې ۲۹ تنو ایراني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .
ددې څرګندونو نه وروسته د عراق د ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو د کمیسیون غړي شخوان عبدالله خبریالانو ته وویل چې پدې کال کې په عراق کې د وژل شوو ایراني سرتیرو شمیره د ښودل شوې شمیرې نه ډیره لوړه ده .
نوموړي وویل دا چې ایراني سرتیري په غیرې قانوني توګه عراق ته راغلي او په جګړو کې ونډه اخیستی ده د همدې امله د وژل شوو سرتیرو کره شمیره نه اعلانیږي.
عبدالله زیاته کړه چې ایراني سرتیرو او سلاکارانو د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د عراقي سرتیرو سره اوږده په اوږده جګړه کړې او په ځانګړې توګه د مرکزي حکومت او کوردي ځواکونو ترمنځه د ستونزو له امله د ستونزومندو سیمو په نامه په یادیدونکو سیمو کې جنګیږي.
د بله پلوه بیا د عراق د ولسي جرګې یو تن بل غړي حبیب ایرکي په عراق کې د ایراني سرتیرو شتون رد کړ.
نوموړي وویل چې د ایران نه عراق ته ډیری شعیه ملیشه ځواکونو راغلي دي چې وژل شوي هم همدا ملیشه ځواکونه دي.
د ویلو ده چې د تیرکال د دسمبر په ۲۸ نیټه یو تن ایراني جنرال حمدي تقوي د عراق د سامارا په ښار کې د داعش لخوا ووژل شو. د ایران انقلاب ساتونکو ځواکونو د جنرال حمید تقوي د وژنې پخلی کړی وو.
د ویلو ده چې داعش د تیر کال د جون په لسمه نیټه د عراق د موصل ښار د نیولو نه وروسته ایران یو زیات شمیر سرتیري عراق ته راواستول.



پيوندونه:

اړوند خبرونه