طالبانو پیښور کې په یو ښوونځي برید کړی، په لسګونو تنه برمته کړي
د باکستان د خیبربښتونخوا ایالت د پیښور په ښار کې طالبانو په یو ښوونځي برید کړی او په لسګونو تنه زده کوونکي برمته کړي دي.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۴ تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
د سیمي روغتون ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۴ تنو زده کوونکو مړي روغتون ته راوړل شوي دي. پدې برید کې ۲۷ تنه زده کوونکي ټپیان شوي دي .
د یادولو وړ ده چې طالبانو د پیښور په زړه د ورڅک روډ په سیمه کې په یو عسکري ښوونځي برید وکړ.
د بله پلوه طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی . د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې ۶ تنو طالبانو په ښوونځي برید کړی دی. نوموړي ویلي دي چې ځانمرګیو برید کوونکو ته د ماشومانو د وژلو امر ندی شوی دی. د بله پلوه ویل کیږي په برید کې وژل شوي او ټپیان د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځه د عمرونو خاوندان دي.