پاکستان د القاعدې یو تن قومندان وواژه
پاکستان د القاعدې یو تن مهم قومندان د وژلو نه خبر ورکړ.
د پاکستان اردو ویلي دي چې په جنوبي وزیرستان کې د القاعدې یو تن نامتو قومندان عدنان الشکري جمعه د دوو تنو ساتونکو سره وواژه او پنځه تنه نور يي ونیول.
د اردو لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د القاعدې د نامتو قومندان عدنان الشکري جمعه په اړه يی یو راپور ترلاسه کړ چې وروسته يي په سیمه پټ عملیات ترسره کړل. د عملیاتو پر مهال نښته وشوه چې عدنان الشکري جمعه او دوه تنه ساتونکي مړه او ۵ تنه نور ژوندي ونیول شول.
د پاکستان د اردو یو تن چارواکي جنرال عاصم باجوده خبري رسنیو ته وویل چې د القاعدې یاد شوی قومندان په سیمه کې د اردو د عملیاتو له امله پټ شوی وو . د عملیاتو نه وروسته مو راپور ترلاسه کړ چې نوموړی سیمې ته راستون شوی دی . د هغه د نیولو په خاطر عملیات ترسره شول خو د عملیاتو پر مهال نښته وشوه چې عدنان الشکري جمعه او دوه ساتونکي مړه او ۵ تنه ونیول شول.
د ویلو ده چې یاد شوی د القاعدې قومندان د نیویارک په پيښه او په انګلستان کې په مترو په برید کولو تورن وو.