مشرف:پاکستان له لورې د طالبانو په رسمیت پیژندل سترحماقت او خطا وه

138314
مشرف:پاکستان له لورې د طالبانو په رسمیت پیژندل سترحماقت او خطا وه

د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف وویل چې د لومړي ځل لپاره د پاکستان لخوا د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندل یو ستر حماقت او لویه خطا وه . همداشان مشرف په لویدیځې نړۍ هم نیوکې وکړې او وویل چې د القاعدې سازمان په ځانګړې نړۍ ته د امریکا یو تحفه ده. د القاعدې سازمان امریکا رامنځته کړی دی .
پرویز مشرف دا څرکندونې تیره ورځ د کراچۍ په ښار کې د ځوانانو ته په وینا کې وکړې.
مشرف زیاته کړه چې پاکستان لومړنی هیواد وو چې د ۱۹۹۶ کال نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژند. همداشان سعودي عربستان او متحده عربي امارتو بیا د پاکستان لاره تعقیب کړه او وروسته د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژنده.
د پاکستان پخواني ولسمشر زیاته کړه چې د پاکستان لخوا د طالبانو د رژیم په رسمیت پیژندل یو ستر حماقت او لویه خطا وه. مشرف وویل په ۱۹۷۹ کال کې کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ دې مسلې د نړۍ په سیاست کې جدي بدلونو ته لار اواره کړه . پدې وخت کې امریکا ۳ لویې خطاګانې وکړې چې دې خطاګانو بدو پایلو په پاکستان هم منفي اغیزې وکړې.
لومړنۍ خطا داوه چې امریکا د هغه ۲۵۰۰۰ زرو تنو مجاهدینو په منسجمولو کې چې د پخواني شوروي اتحاد پر خلاف يی جهاد کولو پاتې راغله. دا مجاهدین د روزلو نه وروسته په پاکستان کې د القاعدې د تاثیر لاندې راغلل. همدا مسله ددې لامل وګرځید چې د القاعدې سازمان رامځته شي.
دویمه خطا د لویدیځې نړۍ لخوا د طالبانو د رژیم په رسمیت نه پیژندل وو. پرویز مشرف زیاته کړه پاکستان د طالبانو د رژيم په رسمیت پیژندولو سره د نړۍ لخوا د انزوا او فشارونو لاندې راغلی چې دې مسلې په پاکستان جدي منفي اغیزې وکړې.
مشرف زیاته کړه په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا ولسمشر بل کلنټن پاکستان ته راغلی تر څو د پاکستان لخوا د طالبانو د رژیم د په رسمیت پیژندو په لامل ځان پوه کړي.
همداشان د دریمه ستره خطا په افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو د ځواکونو یرغل وو چې همدا خبره غرونو ته د طالبانو د ختو لامل وګرځیده.
پرویز مشرف وویل چې دې مسلې په افغانستان کې جدي ستونزې پیدا کړې. حتا په نوموړي هیواد کې ټولې نظامي بریاوې په سیاسي بریاوو بدلې شوې.
پرویز مشرف یو ځل بیا په افغانستان کې د پښتنو حقونو ته په اشارې سره وویل ، لکه څرنګه چې په هیواد کې باید پښتنو ته حق او حقوقو ورکړل شوی وی ورنکړی شول چې دا خبره په ۲۰۰۳ کال کې یو ځل بیا د طالبانو د رژیم د قوي کولو او یو ځل بیا فعالولو لامل ورڅرګید.
د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف وویل چې طالبان په افغانستان کې د هغه وخت د شرایطو له امله رامنځته شول. یو زیات شمیر داسې فکر کوي چې طالبان د پاکستان بچیان دي او پاکستان رامنځته کړي دي خو دا حقیقت نلري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه