داعش ډله دCİA لخوا جوړه شوې، پدې اړه کره اسناد په لاس کې لرو
د ایران د لوی درستیز مرستیال ویلي دي ً داسې اسناد او شواهد په لاس کې لرو چې داعش ډله د امریکا د استخباراتو لخوا شوې ده. ً
د ایران د لوی درستیز مرستیال تورن جنرال مسعود جزایري د داعش ډله چې عراق او سوریه کې یوه لویه برخه د خپل کنټرول لاندې لري ،او د نړۍ لپاره يي ستر ګواښ جوړ کړی دی د امریکا د استخباراتو د ادارې لخوا د جوړیدو ادعا کړې ده .
د روسیې غږ راډيو د ایراني جنرال له قوله لیکلي دي پدې وروستیو کې داسې اسناد او شواهد ترلاسه شوي دي چې د داعش ډله د امریکا د اسختباراتو لخوا جوړه شوې ده . امریکا د نړۍ په سترګو کې د خاورو اچولو په خاطر د داعش پر خلاف مبارزه پيل کړې ده .
ایراني چارواکي ادعا کړې ده د کومې ورځې نه چې امریکا د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر ایتلاف جوړ کړی ددې ورځ نه په اعتبار سره داعش ډلې ته وسلې ، مهمات او جامې د امریکا لخوا ورکول کیږي.د داعش پر خلاف د امریکا مبارزه درواغ دي.
ایراني چارواکي د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ایران رول ته په اشارې سره ویلي دي چې هیواد يي په عراق کې د ترهګرۍ د ریښو له منځه وړو په خاطر د نوموړي هیواد د حکومت او ملت سره تعهد کړی دی او پدې اړه د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي.
د یادولو وړ ده چې یوه موده وړاندې ادعا وشوه چې امریکا د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ایران نه د همکارۍ غوښتنه کړې وه خو ایران منفي ځواب ورکړی وو. د بله پلوه په عراق کې د ایران لخوا په داعش د هوايي عملیاتو د ترسره کیدو ادعا شوې ده .
د امریکا د دفاع د وزارت ویاند هم په عراق کې د داعش په مرکزونو د ایران لخوا د هوايي بریدونو د ترسره کیدو د خبر پخلی وکړ.