افغانستان ملي امنیت د حقاني د شبکې دوه تنه لوړپوړي چارواکي ونیو
د افغانستان ملي استخباراتو د حقاني د شبکې دوه تنه لوړپوړي چارواکي نیولي دي .
د افغانستان د ملي استخباراتو ادارې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د انس حقاني او حافظ رشید په نامه د حقاني د شبکې دوه تنه لوړپوړي چارواکي نیولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند نن یوې خبري ناستې ته وویل چې د تلې د میاشتې د ۲۲ نیټې په شپه يي د حقاني د شبکې دوه تنه ډیر مهم لوړپوړي چارواکي نیولي دي .
ویاند وویل چې لومړی يي انس حقاني چې د جلال الدین حقاني زوی او د حقاني د شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ورور دی ونیو. همداشان وروسته په بلو ځانګړو عملیاتو کې د یادې شبکې بل لوړپوړی چارواکی حافظ رشید ونیولو.
د افغانستان د ملي امنیت ویاند وویل چې انس حقاني د سراج الدین حقاني یاور دی او په ځانګړو ستراتیژیکو پلانونو او پریکړو کې مهم رول لري. همداشان انس حقاني د ټولنیزې مډیا او مطبوعاتو په برخه کې د حقاني د شبکې مهم غړی دی او پدې برخه کې ځانګړې مهارت لري.سربیره پر دې انس حقاني د حقاني د شبکې په بهرنیو اړیکو کې هم ځانګړې رول لري او د خلیج هیوادونو ته په ډیری سفرونو کې خپله ګډون کړی دی . انس حقاني د خلیج په هیوادونو کې د مالي مرستې د ترلاسه کولو په برخه کې ځانګړې رول درلود.
ویاند زیاته کړه چې حافظ رشید په اصل کې د افغانستان د خوست ولایت د اسماعیل خیلو د سیمې اوسیدونکی دی چې د څو کلونو راهیسې د پاکستان د پنجاب ایالت د چکوال په سیمه کې میشت وو.
پدې وروستیو څو کلونو کې نوموړي پدې شبکه کې ډیرې مهمې دندې په غاړه درلودې او د خوست ولایت د اسماعیل خیلو د ولسوالۍ لپاره د یادې شوې شبکې ولسوال هم ټاکل شوی وو. همداشان نوموړی د حقاني د شبکې د ترهګریزو فعالیتونو او بریدونو په برخه کې دنده په غاړه درلوده .همداشان حافظ رشید د ځانمرګیو برید کوونکو لپاره د چاودیدونکو توکو د برابرولو او د هغوې لپاره د ستراتیژۍ او پلان د جوړولو او هدفونو ته د رسولو مسولیت هم په غاړه درلوده. د یادولو وړ ده چې حافظ رشید د طالبانو د رژیم د سرحداتو د وزارت د مرستیال محمد نبي عمر ورور دی.