په پاکستان کې مظاهرې دوام لري او اردو د مداخلې نه ډډه کوي

111452
په پاکستان کې مظاهرې دوام لري  او اردو د مداخلې نه ډډه کوي

په پاکستان کې د اګست په ۱۴ نیټه د حکومت پر خلاف پیل شوې مظاهرې دوام لري. مظاهره کوونکي په پلازمینه اسلام آباد کې د ولسي جرګې او وزارت خانو په مښکې مظاهرو ته دوام ورکوي.
د بله پلوه په سیمه کې وخت نا وخته د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځه سختې نښتي هم رامنځته کیږي.
د ویلو ده چې مظاهره کوونکو تیره ورځ د پاکستان ملي راډیو تلویزیون اداره اشغال کړه چې د یو څه موده لپاره د پاکستان د تلویزیون خپرونې وځنډول شوې. همداشان د پاکستان دولتي تلویزیون خپلې خپرونې بیرته پیل کړي دي . د پاکستان اردو او ځانګړو ځواکونو د دولتي تلویزیون ودانۍ امنیت کلک نیولی دی .
د بله پلوه د پاکستان اردو په مظاهره کوونکو د مداخلې نه ډډه کوي. اردو د ډیرې سړې سنیې نه کار اخلي . همداشان اردو د مظاهرو د پيل نه راپدیخوا په دومداره توګه د ډیموکراسۍ پلوي څرګندونې کوي. د پاکستان اردو د اګست د میاشتې راهیسې د پلازمینې اسلام آباد ، ولسي جرګې او وزارت خانو امنیتي مسولیت په غاړه اخیستی دی. اردو یواځې د وزارت خانو په دننه کې امنیت نیولی دی .
اردو د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځه د نښتو پر مهال د مداخلې نه ډډه کوي. اردو یواځې کله نا کله د نښتو د کچې د لوړیدو پر مهال مداخله کوي او بیرته خپلو ځایونو ته ستنیږي.
د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان وویل چې د شلو ورځو راهیسې د روانو مظاهرو په ترڅ کې کور ته تللی ندی او تل د مظاهره کوونکو سره یو ځای په موټر کې شپې او ورځې تیرې کړي دي . عمران خان ویلي دي په پام کې لري چې د یوې لنډه مودې لپاره کور ته ستون شي او د مازیګر په ساعتونو کې بیرته د مظاهره کوونکو سره یو ځای شي .
همداشان د حکومت بل مخالف د پاکستان د خلکو د غورځنګ مشر په سیمه د حکومت پر خلاف مظاهرو ته دوام ورکوي.
مظاهرې دوام لري . د عمران خان او طاهر القادري وايي چې د نواز شریف د حکومت تر ړنګیدو نه مظاهرو ته دوام ورکړي. د بله پلوه د تحریک انصاف د مشرانو نه جاوید هاشمي ادعا کړې چې د پاکستان د اردو یو شمیر جنرالان د عمران خان نه ملاتړ کوي . نوموړي ویلي دي چې یواځې لوی درستیزوال ملاتړ نکوي نور ډیری جنرالان د عمران خان نه پوره ملاتړ کوي.
د پاکستان اردو بیا د جاوید هاشمي ادعا په کلکه توګه رد کړې او ویلي دي چې دوی یواځې د دیموکراسۍ ملاتړ کوي . اردو نه د تحریک انصاف او نه هم د طاهر القادري نه ملاتړ کوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه