په پاکستان کې حکومت او مخالفینومذاکرات پيل کړل

په پاکستان کې چې د ورځو ورځو راهیسې مظاهرې دوام لري تیره ورځ حکومت د مخالفینو سره مذاکراتو ته تیاری وښود.

98704
په پاکستان کې حکومت او مخالفینومذاکرات پيل کړل

په پاکستان کې حکومت او مخالفین د لومړي ځل لپاره د مذاکراتو د میز تر شا کیناستل.
په پاکستان کې چې د ورځو ورځو راهیسې مظاهرې دوام لري تیره ورځ حکومت د مخالفینو سره مذاکراتو ته تیاری وښود. پدې لیدنو او مذاکراتو کې د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د خلکو غورځنګ استازو حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
د پاکستان د حکومت استازو ویلي دي چې د دواړو ګوندونو سره لیدنې او مذاکرات ډیر مثبت تیر شول او انشاالله یو داسې د حل لاره به وموندل شي چې د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ وي.
مظاهره کوونکي چې د اسلام آباد کې د ولسي جرګې او صدارت د ودانۍ په مښکې مظاهرو ته دوام ورکوي د مذاکراتو په اړه خوشبینه دي. همداشان مظاهره کوونکي په خپلو غوښتنو هم ټینګار کوي.
په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د خلکو د غورځنګ ګوند د اګست په ۱۴ نیټه د حکومت پر خلاف مظاهرې پيل کړې.
مظاهره کوونکي د لومړي وزیر نواز شریف او پاکستان د پنجاب ایالت د لومړي وزیر شهباز شریف د استعفا غوښتنه کوي.
د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان او د پاکستان د خلکو د ګوند مشر طاهر القادري د مې په میاشت کې په ترسره شوو ټاکنو کې د نواز په مشرۍ ګوند لخوا د پراخو درغلیو د ترسره کیدو ادعا کوي.
عمران خان په ټول هیواد کې د حکومت پر خلاف مظاهرې پیل کړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه