د پاکستان اردو د ۴۰۰ تنو طالب جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی

د پاکستان اردو لخوا د افغانستان سره په پولو کې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف پيل کړي عملیات دوام لري.

124564
د پاکستان اردو د ۴۰۰ تنو طالب جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی

د پاکستان اردو لخوا د افغانستان سره په پولو کې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف پيل کړي عملیات دوام لري.
د پاکستان اردو د نوموړو روانو عملیاتو په لړ کې د څه باندې ۴۰۰ تنو طالب جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی دی .
د بله پلوه په سیمه کې د عملیاتو د پيلیدو سره سم د سیمې نه د کډوالۍ بهیر پيل شوی دی .
د شمالي وزیرستان په لسګونو زره تنه اوسیدونکي د روانو عملیاتو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .
د سیمې اوسیدونکي نورو باامنو سیمو ته کډه شوي دي.
ویل کیږي د سیمې نه شاوخوا ۷۵۰ زره تنه بې ځایه شوي. د نوموړو کډوالو یوه برخه د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي دي. همداشان یو برخه نور يي بیا د بنو په سیمه کې ځای په ځای شوي دي .
په سیمه کې عملیات دوام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه