په پیښور کې په مساپروړونکې الوتکې د راښکته کیدو پر مهال برید وشو

په پاکستان کې په یوې مساپروړونکې الوتکې د ښکته کیدو پر مهال وسله وال برید وشو.

106221
په پیښور کې په مساپروړونکې الوتکې د راښکته کیدو پر مهال برید وشو

په پاکستان کې په یوې مساپروړونکې الوتکې د ښکته کیدو پر مهال وسله وال برید وشو.
ویل کیږي د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور کې د پاچا خان په هوايي ډګر کې نا معلومو وسله والو کسانو په یوې مساپروړونکې الوتکې چې د سعودي عربستان نه د ۱۷۸ مساپرو سره راغلې وه د ښکته کیدو پر مهال برید وشو.
په پیښه کې د مساپرو نه یوې میرمنې ژوند د لاسه ورکړ او دوه تنه نور ټپيان شول.
د پاکستان د هوايي ډګرونو د چارو د ریاست لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې په الوتکې د برید سره سره پدې توانیدلې چې په پوره ډاډ سره راښکته شي. د برید نه وروسته په هوايي ډګر کې هر څه نور مال حالت ته راګرځیدلي دي .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .
د ویلو ده چې د پاکستان اردو د شاوخوا دوو اونیو راهیسې په هیواد کې د طالبانو پر خلاف پراخه عملیات پیل کړي دي . په عملیاتو کې تر اوسه پورې ۳۰۰ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي .
د بله پلوه د پاکستان جنګي الوتکو تیره ورځ د پیښور د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې د طالبانو په مرکزونو بریدونه وکړل او ۱۳ تنه يي ووژل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه