د ترکیې  د سینما  او تیاتر  یو بل ډیر نامتو  ستوری  هم  وغورځید.

د ترکیې د تیاتر او سینما مهم هنرمند ومړ

1279732
د ترکیې  د سینما  او تیاتر  یو بل ډیر نامتو  ستوری  هم  وغورځید.

د ترکیې  د تیاتر او سینما  مشهور او نومیالی  هنرمند  طارق اونلواوغلو ددې نړۍ نه  سترګې پټې کړې.

طارق  اونلواوغلو  چې  په ترکیه کې  په لسګونو سینمايي فلمونو  او سریالیونو  کې  کار کړی دی نن  سې شنبه  د اکتوبر لومړۍ نیټه  وفات شو.

طارق اونلواوغلو  اوسمهال هم  په یوې ډیرې مشهورې ډرامه  کې  یو ډیر مهم  رول  په غاړه درلود.

نوموړی  د سږو د ناروغۍ  امله  په روغتون کې بستر وو  چې  بالاخره يي  ژوند د لاسه ورکړ.

نوموړی  د ۶۱ کلونو په عمر  ومړ.

طارق اونلواوغلو د ۱۹۵۷ میلادي کال  د نوامبر په ۱۶ مه نيټه  د ترکیې د ایزمیر په ولایت کې  زیږیدلی وو.

هغه  لومړنۍ زده کړې  د ازمیر ولایت د نامک کمال په لیسه کې  پایته رسولې وې.

همداشان  وروسته د انقرې د هاجه تپې  د پوهنتون د ښکلو هنرونو  په فاکولته کې  د اوپیرا  موسیقۍ  په څانګه کې په لوړو زده کړو پيل وکړ. په اوپیرا څانګه کې د یو کال زده کړو نه وروسته  د یاد شوي فاکولتې  د تیاتر څانګې ته  تیر شو  او د تیاتر د څانګې نه فارغ شو.

هغه  لومړی د انقرې د تیاتر په اداره کې ۲۵ کاله  دنده  ترسره کړه او وروسته د استانبول  د تیاتر ادارې ته  تبدیل شو.

هغه  د تیاتر سربیره په سینمايي فلمومو، سریالونو  او د دوبلاژ  په برخه کې  فعالیت کولو.   



اړوند خبرونه