عمران خان : د نوبل د سلې جایزه باید هغه چا ته ورکړ شي چې د کشمیر ستونزه حل کړي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې د نوبل د سولې جایزه باید هغه چا ته ورکړ شي چې د کشمیر ستونزه حل کړي.
عمران خان د نوبل د سولې جایزې ته د هغه د نوماندولو په خاطر د پيل شوو کمپاینونو په اړه ارزونې وکړې.
هغه د ټولنیزې مډيا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې « زه د نوبل د جایزې لایق نه یم، د نوبل جایزه باید هغه چا ته ورکړل شي چې د کشمیر ستونزه د کشمیر د خلکو د غوښتنو سره سم حل کړي او پدې سیمه کې تل پاتې سوله او ثبات حاکم کړي. »
د ویلو ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پاکستان لخوا د هندوستان د جنګي الوتکې د ویشتو نه وروسته اسیر کړی هندي پیلوټ دوه ورځې وروسته هندوستان ته تسلیم کړ. د همدې امله د عمران خان ددې سوله ایز دریځ د ستاینې په خاطر هغه د نوبل د سولې جایزې ته د نوماندولو په خاطر په ټولنیزه مډیا کې کمپاینونه پیل شوي دي.
په پاکستان کې د چینچ اورګانایزشین په نامه یوې ټولنې په ټولنیزه مډیا کې عمران خان د نوبل د جایزې ته د نوماندولو په خاطر د لاسلیکونو په راټولو پيل کړی دی.
دې ټولنې تر اوسه پورې د ۳۲۶ زرو تنو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د بله پلوه د پاکستان د معلوماتو او نشراتو وزیر فواد چوهدري د پاکستان ولسي جرګې ته عمران ته د سولې د جایزې د ورکولو په خاطر وړاندیز کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د هندوستان او پاکستان ترمنځه د وروستي تاوتریخوالي کچه هله لوړه شوه چې په هندي کشمیر کې د هندي ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وشو. پدې برید کې لږ تر لږه ۴۴ تنه هندي سرتیري ووژل شول.
هند د نوموړي برید پړه پر پاکستان واچوله.
پاکستان دا برید وغنده او د هند لخوا پرې لګول شوي تورونه يي ټول رد کړل.
هندوستان ددې په مقابل کې د فبروري په ۲۶ مه نيټه د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د جیش المحمد د ډلې په پټنځایونه چې په هندي ځواکونو د ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه اخیستی وو هوايي بریدونه وکړل.
هند پدې بریدونو کې د سلګونو تنو جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه . پاکستان د هند د هوايي برید په اړه سخت غبرګون وښود او وویل چې متقابل ځواب به ورکړي.
هندوستان چې کله د دویم ځل لپاره د پاکستان په خاوره کې د هوايي بریدونو هوډ وکړ پاکستاني ځواکونو دوه هندي جنګي الوتکې وویشتې او رانسکورې کړې. ددې په مقابل کې هندوستان هم د یوې پاکستاني الوتکې د ویشتو ادعا وکړه خو پاکستان رد کړه.
د پاکستان لومړي وزیر د هندي الوتکو د ویشتلو نه وروسته یو ځل بیا هندوستان ته د د مذاکراتو بلنه ورکړه.
هغه وویل چې نه غواړي جګړه وکړي او وویل چې راځۍ په ګډه دا ستونزه د خبرو له لیارې حل کړو.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي بیا پاکستان د هند په بې استقرارۍ تورن کړ.
ترکیې، اروپايي ، جرمني، انګلستان، چین او روسیې په هند او پاکستان د اعتدال غږ وکړ .