د هالیوډ د سینما یو فلم جوړونکي په ۲۶ تنو نامتو سینمايي څیرو جنسي تیری کړی دی

د هالیوډ د سینما د نامتو فلم جوړونکي هاروي وینستین رسوايي په ډاګه شوه

825193
د هالیوډ د سینما یو فلم جوړونکي په ۲۶ تنو نامتو سینمايي څیرو جنسي تیری کړی دی

د هالیوډ  د سینما  نامتو فلم جوړونکي  هاروي وینستین  په ۲۶ ښځینه نامتو سینمايي څیرو جنسي  تیری کړی دی.

 د نامتو فلم جوړونکي  د رسوايي نه هله  پرده  پورته شوه چې  د سینما  یوې نامتو څیرې  ۱۸ کاله وروسته په هر څه اعتراف وکړ.

د ویلو ده چې  پدې ۲۶ تنو نامتو څیرو کې  ګینت پالترو او انجیلینا جولي په څیر د نړۍ په کچه مشهورې څیرو نومونه  هم  شتون لري.

 

ویل کیږي د انجیلینا جولي او ګینت پالترو په څیر  نامتو څیرو  د خپل سینمايي  کریر د خرابیدو  له ویرې  په هر څه پرده  غوړولې وه.

د نامتو امریکايي  فلم جوړونکي  هاروي وینستین  لخوا  د هالیود د سینما  په ۲۶ تنو ښځینه  لوبغاړو  د جنسي تیري کولو  ادعا  په سینما په نړۍ کې  نوي بحثونه  او تازه جنجالونه  پيل کړي دي.

همداشان  د هالیود د سینما د نامتو څیرو پر پسې اعترافونو  دا  ادعا پخه کړې ده .

د بله پلوه  د امریکايي فلم جوړونکې میرمن هم  د هغه نه د طلاق اخیستو پریکړه کړې ده .

د امریکايي  فلم جوړونکې  دا پټ راض  او رسوايي  د یوې ایټالیوي فلمي لوبغاړې د اعتراف سره  په ډاګه شو.

 

د هالیوډ د سینما  ایټالیوي هنرمندې  اسیا ارګینتو په نیویارک کې د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې  د خپل ژوند د ترخو خاطراتو  نه یادونه وکړه. هغه د خپلو ترخو خاطراتو نه یوه هم  د نامتو فلم جوړونکې لخوا پرې  د جنسي تیري نه یادونه وکړه. هغې وویل چې  نامتو فلم جوړونکې وینستین  په فرانسه کې په یو هوټل کې پرې په زور سره  جنسي تیری وکړ.

د ناټو ایټالیوي فلم جوړونکې  داریو ارګینتو  لور هنرمندې  اسیا ارګینتو  وویل چې  په ۲۱ کلنۍ کې پرې  د نامتو فلم جوړونکي لخوا جنسي تیری شوی دی.

اسیا ارګینتو وویل چې په ۱۹۹۷ کال  کې د هنري فعالیتونو په خاطر  فرانسې ته تللې وه. امریکايي فلم جوړونکې  د فرانسې د انتي بیس په ښار کې  په یو ستر هوټل کې  لویه پارټي جوړه کړې وه. هغه ویلي دي چې  د پارټۍ  پر مهال  د وینستین لخوا یوې تشې خونې ته  یوړل شوه . هلته يي ترینه  د چاپي کولو غوښتنه وکړه.

هغې ویلي چې  د چاپي نه وروسته  د هغه په بد نیت  پوه شوه  او د هغه د درولو هڅه يي وکړه خو بریالۍ  نشوه. هغې ویلي دي چې دا زما  په ژوند کې د وحشتناکه  فلم  په څیر  صحنه وه. دا کار پداسې وخت کې رامنځته شو چې  نوی  فلم  يي نندارې ته وړاندې کیدو.

اسیا زیاته کړې ده چې  امریکايي فلم جوړونکې به وخت نا وخته ورته قیمتي تحفې  ورکولې  او کله نا کله به يي ورته ګواښونه هم  کول. هر ځل د هغه څیرې ته په کتو سره  به مې د ځان نه نفرت کولو او ځان به مې ډیر  ضعیفه  احساسولو.

د بله پلوه د امریکا  د نیویارک ټایمز مجلې هم  ددې رسوايي په اړه  د هالیود د سینما د نامتو څیرو  انجیلینا جولي  او ګینت پالترو  سره  هغه  مرکه  چې  هغوې هم  د وینستین لخوا پرې جنسي تیري د ترسره کیدو په اړه  اعتراف کړی وو خپره کړه.

انجیلینا جولي او پالترو پدې مرکه کې ویلي وو چې د خپل سینمايي کریر  د خرابیدو له ډاره يي  پدې رسوايي  سترګې پټې کړې وې.

انجیلینا جولي  ویلي دي چې  د Playing by Heart فلم  د شوټنګ  پر مهال  د وینستین لخوا پرې  جنسي  تیری  شوی دی . هغه هم  په اعتراف کې ویلي دي چې  د هوټل خونې ته يي وغوښته او هلته يي پرې جنسي تیری وکړ.

جولي ویلي دي چې په ځوانۍ کې  د وینستین سره  ډیرې بدې خاطرې لري. د همدې امله يي  ددې پیښې نه وروسته د هغه سره  په فلمونو کې  د کار کولو نه ډډه وکړه او ځان يي ترینه لرې ساتولو.

جولي ویلي دي چې پدې برخه کې نورو ته هم  خبرداری ورکړی دی. هغې ویلي دي چې  د نړۍ په برخه کې  او هر هیواد کې د ښځو سره  دا ډول چلند  د منلو وړ ندی.

ګینت پالترو ویلي دي چې  ۲۲ کلنه وه  چې  د وینستین لخوا  پرې  جنسي تیری شوی دی. هغې وویل چې  دا خبره يي  د نامتو هنرمند  برید پیټ سره هم  شریکه کړې وه. د همدې مسلې له امله برید پریت  د ویسنتین سره  شخړه وکړه.

پالترو وویل چې  ددینه وروسته څو ځلې  د وینستین لخوا وګواښل شوه. که چیرې چاته څه ووايي  د سینما کریر به يي ورته له منځه یوسي.  



اړوند خبرونه