عامرخان د خپل نوي فلم لپاره په ترکیه کې دی.

د بالیوډ د سینما نامتو لوبغاړی عامر خان د خپل نوي فلم د معرفي کولو په موخه نن ترکیې ته راغی.

820436
عامرخان د خپل نوي فلم لپاره په ترکیه کې دی.

 

عامرخان چې د هېواد د کلتور او توریزم د وزارت په رسمي بلنه ترکیې ته راغی، په هوايي ډګر کې د زرګونو مینه والو لخوا ورته ښه راغلاست وویل شو.

په هوايي ډګر کې نوموړي د خبریالانو پوښتنو ته د ځوابونو پرمهال وویل چې دا لومړی ځل دی چې ترکیې ته راغلی دی او د خپلو مینه والو د لیدلو له امله خوشاله دی.

ټاکل شوې ده چې نامتو هنرمند به په استانبول او انقره کې د ترکیې د سینما د یو شمېر څېرو سره لیدنه وکړي. عامر خان به همداراز په یو پوهنتون کې د اړیکو د څانګې د محصلینو سره پر هندي سینما باندې خبرې اترې هم وکړي.

د بله پلوه د عامر خان د راتګ اصلي موخه په ترکیه کې د هغه د نوي فلم چې ‍« سېکرېټ سوپرسټار» نومیږي، معرفي کول دي. عامر خان پدې فلم کې د شکتی کمار په نامه د موسیقۍ د یو تولیدي شرکت مشري پر غاړه لري.

ټاکل شوې دا فلم په هند او ترکیه کې د روان ميلادي کال د اکتوبر په شلمه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

عامرخان په څلور ورځې په ترکیه کې پاتې شي.



اړوند خبرونه