د برلین د نامتو موزیم نه ستره غلا وشوه
د جرمني د پلازمینې برلین د یو موزیم نه د سلو کیلوګرامو په وزن د سرزرو سکه غلا شوې.
د جرمني د پلازمینې برلین د یو موزیم نه د سلو کیلوګرامو په وزن د سرزرو سکه غلا شوې.
دا غلا د برلین د بوده په نامه د موزیم نه شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د غلا شوې سروزور سکې د بازار ارزښت څلور میلیونه ډالره ښودل شوی دی.
په نوموړو سکې د انګلستان د ملکي دویمې الیزابت عکس شتون لري.
د برلین پولیسو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې پيښه د مارچ په ۲۷ مه نیټه د دوشنبې د ورځې د شپې په ۳ بجو او ۳۰ په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې غلو موزیم ته د ننوتو په خاطر د موزیم ترڅنګ د ریل ګاډي د تم ځای د زینې نه کار اخیستی دی.
پولیسو د پیښې په اړه پراخه څیړنې پیل کړي دي. د برلین د موده موزیم په نړۍ کې د سکو په برخه کې تر ټولو لوی موزیم دی.
یاد شوی موزیم د یونسکو سازمان په لست کې هم ځای لري.