د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ژوند په اړه فلم جوړ شو.
د ولسمشر اردوغان د ژوند په اړه جوړ شوی فلم د مارچ په ۳ مه نیټه نندارې ته وړاندې کیږي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ژوند په اړه فلم جوړ شو.
د ولسمشر اردوغان د ژوند په اړه جوړ شوی د ( ریس ) په نامه فلم تیره شپه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خبریالانو او میلمنو ته نندارې ته وړاندې شو.
د نوموړي فلم د معرفي کولو په غونډه کې د فلم جوړونکي خداویردي یاوز، سناریست او لوبغاړو سربیره ګڼ شمیر ملمنو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د فلم لوبغاړي چې د ولسمشر اردوغان په رول کې کار کوي ریحا بی اوغلو خبریالانو ته وویل « نن شپه د دوو پلوو ځانګړې اهمیت لري. لومړی دا چې د ولسمشر اردوغان د ژوند په اړه جوړ شوی فلم معرفي کوو او بل نن د ولسمشر اردوغان د زوکړې ۶۳مه کلیزه ده. مونږ وغوښتل چې هغه ته د زوکړې کلیزه ددې فلم په وړاندې کولو سره مبارکي ووایو. »
د ویلو ده چې پدې فلم کې د ولسمشر اردوغان د ماشومتوب نه نیولې تر ښاروالۍ دندې او زنداني کیدو پورې مودې ته ځای ورکړ شوی دی . په فلم کې په ځانګړې توګه د ملت سره د ولسمشر اردوغان اړیکو ته پاملرنه شوې ده .
همداشان پدې فلم کې د ولسمشر اردوغان د میرمنې په رول کې کارکوونکې د هیواد د سینما نامتو هنرمندې اوزلم بالجي خبریالانو ته وویل « د ډیر دقت او جدي هلو ځلو نه وروسته مو پدې فلم کې کار وکړ.
هغې وویل چې پدې فلم کې د میرمن آمنې اردوغان په رول کې چې د ژوند د هر ډول سختو او تنګو سره يي په ډیره میړانه توګه مبارزه کړې، یوه ډیر قوي میرمن او ډیره ښه مور دی کار کړی دی .
نوموړی فلم د ترکیې استانبول، کرک قلعه او بورسا ولایتونو سربیره په شمالي قبرس ترکي جمهوریت کې ډک شوی دی.
دا ۹۰ دقیقه يي فلم به د مارچ په ۳ مه نیټه په ترکیه او ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل