په كمپيوټري ګېمونو كې اسلام دښمني
د انټرنېټ او كمپيوټر د آسانتياو سره سم د كمپيوټري او انلاين ګېمونو نړيوال بازار د هرې ورځې په تېرېدلو سره د پراختيا په حال كې ده.
د انټرنېټ او كمپيوټر د آسانتياو سره سم د كمپيوټري او انلاين ګېمونو نړيوال بازار د هرې ورځې په تېرېدلو سره د پراختيا په حال كې ده.
دا ګېمونه په غير مستقيم ډول د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې دښمنۍ ته خلك هڅوي.
د تركيې د سپورټ او ځوانانو د چارو د وزارت د يو راپور له مخې پدې ګېمونو كې د اسلامي ارزښتونو سره دښمني او سپكاوى مهم ځاى لري. پدې ډول په غير مسقتيم ډول په نړۍ كې د مسلمانانو پر وړاندې د ځوان نسل د ذهنونو خرابول په نظر كې نيول شوي دي.
ددې ګېمونو له لارې د مسلمانانو پر وړاندې كينه، وېره او دښمني د ځوان نسل ذهنونو ته پېچكاري كيږي. د همدې امله د اسلامي كلتور، عنعناتو او ارزښتونو پر وړاندې په قصدي ډول ځوانان هڅول كيږي. دا پيغامونه د ويډيويي او غږيزو پيغامونو په واسطه په ډېره ماهرانه توګه خلكو ته وړاندې كيږي.
يو زيات شمېر ځوانان چې ددې ګېمونو په كولو سره خپل وخت تېروي، د خيالي اتل په توګه په ګېم كې مساجد ورانوي، مسلمانان وژني او حتى د كعبې شريفې پر حريم تېرى كوي.
په ګېمونو كې د مسلمانانو نه د ترهګرو په توګه يادونه كيږي، د همدې امله ځوانان د يو خيالي سرتيري په توګه ګويا هغه مسلمانان وژني چې ګويا دوى ته د ترهګرو په توګه معرفي شوي دي. بيا د وژل شوو مسلمانانو هومره جايزې او نمرې اخلي. پدې ګېمونو كې په مجازي نړۍ كې د مسلمانانو كورونو، كلي، مساجد او داسې نور ځايونه په ټوليزه توګه ورانيږي.
د تركيې د سپورټ او ځوانانو د چارو وزارت په هېواد كې دننه او له هېواده بهر د مسلمانانو پر وړاندې د ځوان نسل د اغوا كولو د مخنيوي په موخه پراخه فعاليت پيل كړى دى.