د قبلې غر د پاسه جومات جوړ شو

د ترکیې د ریزې ولایت د قبلې د غره په څوکه کې جوړ شوی جومات نن د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

327163
د قبلې غر د پاسه  جومات جوړ شو

جومات د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
ولسمشر اردوغان د جومات په پرانیست وینا کې د هغه د تاریخي اهمیت په اړه لنډ معلومات ورکړل.
ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې د قبلې په غره کې د حاجي حافظ یوسف یلمز په نامه دا جومات د سیمې خلکو او ټول امت محمد ته د خیر او برکت سرچینه وګرځي.
ولسمشر اردوغان د جومات د جوړولو په چارو کې د برخه اخیستوونکو ټولو کسانو نه جلا جلا مننه وکړه او په هیوادوالو غږ وکړ چې د ریزې ولایت نه د لیدنې پر مهال خامخا باید ددې جومات نه لیدنه وکړي او پدې جومات کې لمونځ ادا کړي.
د جومات د پرانیستو په مراسمو کې د سیمې ډیرو زیاتو خلکو ګډون کړی وو.


 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه