`` وروستى لېك`` به نن نندارې ته وړاندې شي.

دا فلم چې د تركيې د سينما په تاريخ كې د تر ټولو ګرانبيه فلم عنوان هم لري د مارچ د مياشتې په ۱۸ نېټه به نندارې ته وړاندې شي.

267581
`` وروستى لېك`` به نن نندارې ته وړاندې شي.

د ``وروستي ليك`` په نامه تركي فلم چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پرمهال د عثماني امپراتورۍ لخوا د انګلستان او فرانسې د هېوادونو د ځواكونو پر وړاندې د چناك كلا د مقاومت په اړه جوړ شوى دى سبا ته به نندارې ته وړاندې شي. پدې فلم كې د هغه ليك كيسه شوې ده چې په مورچل كې د يو تن عثماني جګتورن صالح اكرم لخوا ليكل شوى وو خو د نوموړي د مرګ نه ۴۰ كاله وروسته يې كورنۍ ته رسېدلى دى.
په فلم كې د انګلستان د بحري ځواكونو لخوا د چناك كلا پر ساحلونو باندې د بريد پرمهال د جګتورن پيلوټ صالح اكرم، د نهال په نامه د يوې نرسې او د فواد په نامه د يو تن بې كوره ماشوم د اړيكو كيسه نندارې ته وړاندې كيږي.
دا فلم چې د تركيې د سينما په تاريخ كې د تر ټولو ګرانبيه فلم عنوان هم لري د مارچ د مياشتې په ۱۸ نېټه به نندارې ته وړاندې شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه