د زمان د سریال (کرولین) ویلما ایلاس مسلمانه شوه
د زمان د سریال ( کرولین ) ویلما ایلاس مسلمانه شوه.
ویلما ایلاس د ۱۹۸۶ کال د اکتوبر په ۱۸ نیټه د جرمني د کولن په ښار کې زیږیدلې ده. ویلما ایلاس په لس کلنې کې په تیاتر پیل کړی دی . نوموړې د تیاتر او سینما په اړه د زده کړو سربیره د ډانس په برخه کې هم زده کړې دي .
ویلما ایلاس چې تر اوسه پورې په یو زیات شمیر الماني ترکي او امریکايي فلمونه کې رول اخیستی دی په ۲۰۱۰ کال کې د زمان په نامه په سریال کې د کرولین په نامه رول واخیست او په ترکیه کې د ټولو په زړه کې ځانته تخت جوړ کړ.
ویلما ایلاس د کولن د پوهنتون د سیاسي علومو په فاکولته کې د اسلامي علومو د څانګې نه په ډیره عالي درجې سره فارغه شوې ده.
ویلما ایلاس په ترکیه کې د زمان په سریال کې د رول اخیستو نه وروسته په ترکیه کې پاتې شوه او په ترکیه کې ژوند کوي.
ویلما ایلاس یوه لنډه موده مښکې د اسلام مبارک دین قبول کړ او د ترکیې د یو تن سوداګر سره يي واده وکړ. نوموړې د واده نه مښکې د اسلامي نکاح په نامه د اسلام په مبارک دین مشرفه شوه .