د نړۍ د سینما نامتو څيړې لایم نیسون ویلي غواړي مسلمان شي
د سینما د نړۍ نامتو څیرې لیام نیسون ویلي غواړي مسلمان شي. د سینما نامتو لوبغاړي دا پریکړه د استانبول د تاریخي ښار نه د لیدنې نه وروسته کړې ده . نوموړي وویل د ترکیې استانبول ښار ته د سفر سره د اسلام د دین د قوي تاثیر لاندې راغلم. دې سفر زما پدې پریکړه کې مهم او رغنده رول ولوبو.
نیسون دا څرګندوې د ده سن ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې. نوموړي په خپله ځانګړې مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د استانبول نه د لیدنې پر مهال د اسلام د دین د سختو اغیزو لاندې راغلم. د اسلام دین انسان د ځان په لورې د راکاږولو ځانګړتیا لري.
د مسلمانانو د دعا بڼه او شکل د انسان په روح تاثیر کوي، د انسان روح ته خطاب کوي.
نوموړي وویل پرته د کوم خنډ او ستونزې د اسلام د دین غیږ ته ځان غورځوم.
د ایرلنډ د هیواد نامتو وګړي او د هالیود نامتو ستوري نیسون وویل د اسلام په دین کې هره ورځ د دعا په خاطر پنځه وخته اذان کیږي. په پیل کې د اذان اوریدل شاید چې لږ ناراحته کوونکی وي خو کله چې ورسره بلد شې ، نو د اذان غږ د انسان روح ته خطاب کوي. کله چې اذان ستا د روح تل ته ورسیږي نو پدې پوهیږي چې د نړۍ د ټولو ښکلاګانو نه ښکلي او په زړه پورې دی.
نوموړي وویل په استانبول کې څه باندې ۴ زره جوماتونه شتون لري. داسې ښکلي ښکلي جوماتونه شتون لري چې یواځې د جوماتونو ښکلا د اسلام په دین د مشرفیدو لپاره کافي ده.
۶۲ کلن نیسون چې د یو کاتولیک په توګه لوی شوی دی وايي د ځان نه تل دا پوښتنه کوم چې د څه هدف لپاره خلق شوی یم؟ نوموړي په خپله مرکه کې وویل چې ما د الله د موجودیت او د اته یزم په اړه هم ډیر زیات کتابونه مطالعه کړي دي.
لیام نیسون چې اصلي نوم يي ویلیم جان دی د ۱۹۵۲ میلادي کال د جون په ۷ نيټه په شمالي ایرلنډ ږیږدلی دی . د نوموړي فلمونه په کراتو د اوسکار جایزې ته کاندید شوي دي . نوموړی د ستورو د جګړې د فلم د نړۍ په کچه شهرت حاصل کړ.