د اسلامي نړۍ د مود او فیشن فیستیوال

د اسلامي نړۍ د مود او فیشن فیستیوال جوړ شو.

211451
د اسلامي نړۍ د مود او فیشن فیستیوال

د اسلامي نړۍ د مود او فیشن فیستیوال جوړ شو.
د اندونیزیا په پلازمینه جاګارتا کې د اسلامۍ نړۍ د مود او فیشن نړۍوال فیستیوال جوړ شو.
فیستیوال د نساجۍ په موزیم کې جوړ شوی وو چې د اسلامۍ نړۍ د هنرمندانو او نعت خوانانو په ښکلو نعتونو او زړه پورو سندرو په ویلو سره پرانیستل شو.
په فیستیوال کې د ۲۰۱۵ کال جامې نندارې ته وړاندې شوې. د فیستیوال په ترڅ کې د اسلامۍ نړۍ د کالو نامتو ډیزاینرانو خپل نوي ډیزاینونه ګډونوالو ته معرفي کړل.
پدې فیستیوال کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان ، متحده عربي اماراتو او مالیزیا د هیوادونو په څیر بعضو هیوادونو هم ګډون کړی وو.
د اندونیزیا د هیواد یوې نامتو د جامو ډیزاینرې مانګالا چاندرا خبري رسنیو ته وویل چې په سږني فیستیوال او جامو کې تر ټولو زیات د اندونیزیا ټوکرانو ته ځای ورکړ شوی دی او د پړونو په برخه کې بیا ترکي پړونو نه کار اخیستل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې یو څه موده وړاندې د اسلامۍ نړۍ د ښکلا سیالۍ هم جوړه شوې وه چې د تونس د هیواد نه فاطمه د اسلامي نړۍ د ښکلا د ملکې لقب ترلاسه کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه