په انګلستان كې د `محمد` نوم لومړى ځاى لري.

د انګلستان په هېواد كې د ماشونو د نومونو په اړه د يوې ټولنيزې څېړنې له مخې د ``محمد`` نوم د تر ټولو زياتو مينه والو په درلودلو سره لومړى مقام خپل كړ.

210500
په انګلستان كې د `محمد` نوم لومړى ځاى لري.

د "BabyCentre" په نامه انټرنيټي پاڼې چې دا څېړنه يې ترسره كړې ده د يو راپور له مخې څرګندوي چې د انګليسي كورنيو ترمېنځ د محمد نوم د تېر په پر تله لا زيات شهرت لري. دا پاڼه هر كال په انګلستان كې د ماشومانو د تر ټولو مشهورو سل نومونو لست خپروي. د ۲۰۱۴ كال په لست كې د ``محمد`` نوم د تېر كال په پرتله ۲۷ درجې لوړ شوى او ددې لست په لومړي سر كې يې ځاى موندلى دى.
په راپور كې راغلي دي چې د انګلستان په ګډون په نورو اروپايي هېوادونو كې د عربي ريښې لرونكي اسلامي نومونه هره ورځ لا زيات شهرت مومي. د بېګلې په ډول د ۲۰۱۴ كال په لست كې د لومړي ځل لپاره د عمر، علي او ابراهيم نومونو هم شامل شوي دي.
د نجونو ماشومانو د نومونو ترمېنځ بيا د صوفيا نوم لومړى مقام وګټلو. همداراز د `نور` نوم ۲۹تم او د `مريم` نوم ۳۵ ځاى خپل كړ.
د "BabyCentre" د څېړنيزې څانګې مشرې سارا ريډشا وويل چې ``په انګلستان كې د عربي او هندي ژبو د ريښو لرونكو نومونو شهرت دا په ډاګه كوي چې انګليسي ټولنه توپيرونه په خپله غېږه كې رانغاړي. كورنۍ كوښښ كوي چې خپلو اولادونو ته داسې نومونه وټاكي چې د نورمالو نومونو نه توپير ولري او په غوږ ښه ولګيږي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه