د رجب طیب اردوغان ژوند په فلم کې

208618
د رجب طیب اردوغان ژوند په فلم کې

۳ – د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ژوند او د وروستیو کارنامو په اړه فلم جوړیږي.
دا فلم به د ۲۰۱۵ کال د فبروري په ۳ نیټه په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.
فلم د کوډ نوم K.O.Z دی او د سینما نامتو لوبغاړی جمال کورت اوغلو به د ولسمشر اردوغان رول ولوبوي.


د یادولو وړ ده چې دې رول لپاره ددینه وړاندې د هیواد بل نامتو سینمايي لوبغاړی اورحان کلچ ټاکل شوی وو چې د فلم د ډایرکټر په وړاندېز نوموړی لری او پر ځای جمال کورت اوغلو غوره شو. ویل کیږي جمال کورت په کړو وړو کې ولسمشر اردوغان ته ډیر نږدی دی .
همداشان جمال کورت اوغلو ویلي دي چې دې رول لپاره يي د ولسمشر اردوغان د بدن ژبه او کړه وړه ډیر زیات مطالعه کړي دي او پدې اړه يي پوره تیاری نیولی دی. نوموړي د فلم د شوټنګ په لومړنۍ ورځ ولسمشر اردوغان ته د ورته والي له امله ټول د حیرانتیا سره مخامخ کړل.
د ویلو ده چې دې رول لپاره ددېنه وړاندې یو زیات شمیر لوبغاړي نوماند شوي ول چې جمال کورت اوغلو ورته غوره شو.
پدې فلم کې به د رجب طیب اردوغان ټولې کارنامې د سینما پردې ته راکاږل شي. په فلم کې به د اردوغان ژوند او د هغه سیاسي چارو او په هیواد او نړۍ کې پورته کړي زړور ګامونه د سینما د پردې له لارې نړۍ ته معرفي کړی شي.
د فلم جوړونکي ویلي دي چې ددې فلم په خاطر به د هیڅډول مصرف نه ډډه ونکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه